د ایران د پارلمان رییس علي لاریجاني یو ځل بیا پر متحده ایالاتو تور پورې کړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي او د اسیا بې ثباته کولو په هڅه کې ده. هغه پرون په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا هڅه کوي د منځنۍ اسیا بې ثباته کولو په موخه د داعش وسله وال له سوریې او عراقه افغانستان ته ولېږدوي او د هغه په خبره دا پروسه له تېر کال راهیسې روانه ده. لاریجاني له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر سیمه ییزه همکارۍ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ایران، ترکیه، روسیه، چین او پاکستان باید افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې جدي ګامونه پورته کړي. دا لومړی ځل نه دی چې ایران په افغانستان کې پر امریکا د داعش د ملاتړ تور پورې کوي بلکې تر دې مخکې یې هم ورته تورونه پورې کړې دي، خو امریکا بیا وایي ایران د دې لپاره د تورونو لوبه مخته وړي چې غواړي په بې غمۍ د طالبانو وسله وال ملاتړ وکړي خو دواړه هېوادونه پر یو بل پورې شوې تورونه ردوي.

































