د هرات ولایتي چارواکي وايي، وړمه شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت په زاول ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوسته برید کړی، چې له برید وروسته په دغه پوسته کې تر ۳۰ زیاتو سرتیرو سره یې اړیکې پرې شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، چې وسله والو طالبانو د زاول د ولسوالۍ د چشمه په کلي کې د ملي اردو په یوه پوسته ډله ییز برید کړی، چې له امله یې دا پوسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده. هغه په دې جګړه کې د ملي اردو سرتیرو ته د سر د اوښتي زیان په اړه څه ونه ویل. خو هرات کې یو لوړ پوړې چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې د وړمې شپې په نښتو کې د ملي اردو ۱۴ سرتیري وژل شوي او د څلورو ټپي سرتیرو په ګډون شل نور سرتیري د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي دي. د۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله هم د زاول په ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتیرو او طالبانو ترمنځ د وړمې شپې جګړه تایید کړه، خو د ملي اردو سرتیرو ته د اوښتو تلفاتو دقیق شمیر یې ونه ښود. طالبانو د برید پړه منلې او د تلفاتو اړولو سربېره یې د ۲۰ سرتېرو د نیولو ادعا هم کړې ده. دا ولسوالۍ پخوا د شینډنډ ولسوالۍ مربوط وه.




































