د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وايي، چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید پر وړاندې یوازې پاتې شوی دی. د زلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسیې پرون سهار وختي د اوکراین پر وړاندې پراخ نظامي برید پیل کړ. نوموړي نن په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شول. د فرانسې خبري آژانس د زلنکسي له قوله ویلي دي چې له پرون سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او ملکي اوکراینیان وژل شوي دي او ۳۱۶ نور ټپیان دي. د اوکراین ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د روسیې خرابکاره ډلې پلازمینې کیف ته داخلې شوي، نوموړي د ښار له اوسیدونکو وغوښتل چې هوښیار ووسي او ګرځبندیز مراعات کړي. زلنکسي وویل سره له دې چې روسیه یې د لومړي نمبر هدف په توګه ګڼي، دی او کورنۍ یې په اوکراین کې دي.






































