د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د فبرورۍ په ۴مه نېټه پېل او د همدې مياشتې په ۲۰مې نېټې په برياليتوب پای ته ورسيدې.
چين د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د لوبغاليو د ابادۍ، د کرونا وبا د وقايې او مخنيوي او د ټکنالوژيکي نوښت په ګډون په زياتو برخو کې ارزښتناکې چارې ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې لري.
د چين دغه لاسته راوړنه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تر ټولو مهم ميراث بلل کيږي، چې په دغه هيواد کې ۳۰۰ ميليونو کسانو په ژمنيو لوبو کې برخه اخيستې ده.
بېجينګ په ۲۰۱۵م کال کې د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه حق د ترلاسه کولو په ترڅ کې ژمنه کړې وه، چې د ۳۰۰ ميليونو خلکو لپاره به زمېنه برابره کړي، چې په ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي. چين د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي په بهير کې له ټاکلي وخت مخکې يادې موخې ته رسيدلی.
په چين کې د ۲۰۲۱م کال تر اکتوبر پورې، د يخ او واورو لوبو د ګډونکوونکو شمېر ۳۴۶ ميلونه تنه ښودل شوی او دا کار يې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ډېره مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي.
د اولمپيک نړيوالې ټولنې رئيس توماس باخ ويلي، چې که څه هم په راتلونکي کې به له يادو کسانو څخه لږ شمېر کسان د ژمنيو لوبو مسلکي ورزشکار وګرځي، خو د نړۍ د ژمنيو لوبو د پرمختګ جوړښت به بدل کړي.
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په رڼا کې د چين په بېلا بېلو سيمو کې د ژمنيو لوبو د پرمختګ څپه پورته شوې ده.
د بېجينګ د سپورټ ادارې شمېرې ښيي، چې په دغه ښار کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ژمنيو لوبو لپاره ډېر لوبغالي جوړ شوي او خلکو ته يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.
بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د اولپيک ژمنيو لوبو د کوربه حق له غوښتلو مخکې د يخمالک ۴۲ سټوډيومونه، ۴۴ يخ ميدانونه او ۲۲ سکي ميدانونه درلودل، خو اوس يې د يخمالک سټوډيومونو شمېر ۸۲ ته، د يخ ميدانونو شمېر يې ۹۷ ته او د سکي ميدانونو شمېر يې ۳۲ ته پورته شوی دی. د دغه ښار په څه باندې ۲۰۰ مکتبونو کې د ژمنيو لوبو درسونه او فعاليتونه تر سره کيږي او د ابتدائي او منځنيو ښوونځيو نژدې ۲ ميليونو او ۱۰۰ زرو زده کوونکو په ژمنيو لوبو کې برخه اخيستې ده.
د چين د هه بې ولايت په جانګ جيه کو ښار کې د يخمالک ۲۰ سټېډيومونه او د ژمنيو لوبو ۵۹ روزنيز مرکزونه او د ژمنيو لوبو ځانګړي ۱۰۰ مکتبونه جوړ شوي او په ژمنيو لوبو کې د ګډون کوونکو ښاريانو شمېر يې له ۲ ميليونو او ۲۰۰ زرو زيات ښودل شوی دی.
د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې سپورټ ادارې ويلي، چې د تېر کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې په شينجيانګ کې د ژمنيو لوبو ۱۸۸ لوبغالي، چې له دې جملې څخه د يخ او واورو ۶۰ پارکونه شامل دي.
د چين د ژمنيو لوبو پرمختګ به نړۍ ته زيات فرصتونه برابر کړي. د بېجينګ د سکي وهلو ټولنې مرستيال مشر وو بين له رسنيو سره په مرکې کې ويلي، چې د چين د لوبو بازار اوس په نړۍ کې يوازېنی بازار دی، چې د چټک پرمختګ په حال کې دی او د چين د ژمنيو لوبو د بازار پرمختګ به نړيوال پرمختګ په خوځښت راولي.
د چين د ژمنيو لوبو له چټک پرمختګ زمانه پيل شوې ده. چين د ژمنيو لوبو د پراختيا په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي او د نړيوالو اولمپيک لوبو لپاره يې مهم خدمت کړی دی.