د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اسراییل لومړي وزیر ته د روسیې او اوکراین ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. نوموړي ویلي چې دوی ته د اوکراینیانو ژوند ارزښت لري او هغوی نباید تر دې ډېر د یو جابر له لوري د اور د لمبو خوراک شي. په ورته وخت کې اسراییل هم له دواړو هېوادونو څخه غوښتي چې خبرو اترو ته را وړاندې شي. د اسراییل لومړي وزیر ویلي چې دوی به د انسانانو د ژوند او خوندیتوب لپاره ټوله هڅه وکړي. د یادونې ده چې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته ویل کېږي چې ګڼ اوکرایني سرتېري وژل شوي او اوکراینیان د ځان ژغورنې په موخه ورڅېرمه هېوادونه ته کډوال شوي دي.






































