څو ورځې کیږي، چي روسیې پر او کراین نظامي یرغل کړی او د اوکراین د نیولو هڅې یې پیل کړي دي، دا چی د اوکراین جګړه به د افغانستان پر وضعیت څه اغېز ولري؟ عمومًا دا سوال په ټولنیزو رسنیو کې ډېر کیږي.
زه به د یوه لیکوال په حیث ووایم، طبعي خبره ده چي خامخا به د افغانستان پر وضعیت څه نا څه بد اغېز ولري. لومړی منفي اثر به یې دا وي، چې د تېلو او ګازو بیه به ډېره لوړه شي، اوس په نړۍ کې د یو بیلر تېلو بیه سل ډالره ده، دا به د افغانانو پر اقتصاد ډېر بد اغېز وکړي، ځکه افغانان تېل واردوي او بیې به یې ډېرې لوړې شي.
دویم بد اثر به یې دا وي، چې د نړیوالو تمرکز به د بشري ناورین له لحاظه له افغانستان څخه اوکراین ته واوړي ځکه نړیوالو ته اروپایان تر افغانانو ډېر اهمیت لري.
دریم بد اثر به یې دا وي، چې د ملګرو ملتونو توجه به د اوکراین خوا ته شي تر اوسه افغانستان د ملګرو ملتونو په موضوع کې دخیل و؛ نو دا توجه به يې د اوکراین لوري ته شي.
په ځانګړي ډول د اوکرایني مهاجرینو په اړه، چې اوکرایني مهاجرین کومې خوا ته کړي او پر کوم طرف یې واستوي.
بناءً د افغانستان لپاره به یې تمرکز لږ شي او دا به پر افغانستان بد تاثیر ولري.
څلورم بد تاثیر به یې پر افغان مهاجرینو وي هغه که په اروپا، اوکراین او یا روسیه کې دي د دوی په اقتصاد به هم بد تاثیر وکړي.
پنځم بد اغېز به یې دا وي، چې د اوکراین له جګړې سره سم به د غنمو او اوړو بیې ډېرې پورته شي، د نړۍ ۸۰ سلنه غنم له اوکراین څخه واردېدل، دا به په افغانستان کې د اوړو او غنمو بیې په زیاته کچه لوړي کړي.
خو افغانستان ته په کار ده چې خپلې اوبه مدریت کړي، تر څو بزګران ترې سالمه ګټه پورته کړي او افغان حکومت باید د افغانستان زراعت ته وده ورکړي، چې دا کار به تر ډېره د افغانستان ستونزې حل کړي. ان شآء الله تعالی.