د سبیر په نوم د روسیې یو لوی بانک غواړي چې خپلې پانګې له اروپایي مارکېټ څخه وباسي. د یاد بانک چارواکو ویلي؛ پیسې یې په غیر نورمال ډول له بانک څخه ایستل کېږي. د دغه بانک په خبره، د بانک کارکوونکو ته هم ګواښونه شوي دي او دا اقدام یې د خپلو کارکوونکو او پانګې د ساتنې په موخه کړی دی. د یادونې ده چې امریکا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو پر روسي بانکونو او یو شمېر روسي چارواکو بندیزونه لګولي خو روسیې بیا ویلي چې دا بندیزونه بې اغېزي دي ځکه دوی ورته تر وړاندې چمتووالی درلود.






































