روسیه وایي په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته راغلې پیسې بېرته د فاسدو امریکایي چارواکو جیبونو ته لاړې. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازې، آنا اویستیګنیوا وایي امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال هېڅ رغنده کار نه دی ترسره کړی او له ورانۍ پرته بله پایله نه لري. د نوموړې په خبره امریکا او متحدینو یې میلیاردونه ډالر افغانستان ته ولېږل او هغه بېرته د فاسدو امریکايي چارواکو جیبونو ته لاړل، نو ځکه دمګړی افغانان له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي. هغې زیاته کړې چې د اړتیا په وخت کې نړیوالې ټولنې او غربي هېوادونو په بېلو پلمو له افغانستان سره خپلې مرستې درولې دي او دغه هېواد یې یوازې پرې اېښی دی. روسیې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او تمه لري چې ټول اړخونه د یوه ټولشموله او پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره هڅه وکړي.