د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس، او د مرکزي نظامي کمېسيون رئيس شي جين پينګ دا لسم ځل دی، چې د هيواد په دوو کلنيو غونډو کې ګډون کوي. نوموړي په تېرو ((دوو کلنيوغونډو)) کې له ګډونوالو سره د دولتي تګلارې او پاليسيو په باب خبرې کړې وې او د دې ترڅنګ یې د خلکو د ورځنيو چارو او ښه ژوند په اړه هم ورته لازمې لارښوونې کړې وي.
۱، شل زره کسان به په کومو برخو کې په دندو وګمارې؟
رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۰ م کال د مۍ په ۲۳مه نېټه، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کميټې په درېيمې عمومي غونډې کې د اقتصادي چارو له غړو سره وکتل او د هغوی وړانديزونه يې واوريدل.
د ۲۰۲۰ م کال يادې کلنۍ غونډې د کرونا وبا له امله دوه مياشتې ځنډېدلې وې، خو د چين حکومت د کرونا وبا د خپرېدو په سختو حالاتو کې جدي تدبیرونه ونيول او يادې غونډې يې په برياليتوب ترسره کړې.
هغه مهال د غونډې يوه ګډونوال وویل، چې تصدي به یې شلو زرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
رئیس شي جين پينګ ورڅخه وپوښتل، چې دغه کسان به په کومو برخو کې پر دندو وګمارې؟
ياد ګډونوال د شي جين پينګ يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې دغه کسان به د څارویو د روزلو، د خواړو د چمتو کولو او د مالونو د ليږد راليږد په برخو کې دندې پر غاړه واخلي او زياته یې کړه، چې د ۲۰۲۰م کال د مۍ میاشت نه مخکې يې لس زره تنه پر دندو ګمارلي او اوس د نورو لسو زرو کسانو د استخدام په هڅه کې دی.
په ۲۰۲۰ م کال کې د کرونا وبا له امله بېلا بېلا چارې له ډېرو ستونزو سره مخ وي، خو رئيس شي جين پينګ همغه وخت ويلي وو، چې په حقیقت هره چاره د پرمختګ او ترقۍ پر مهال له ستونزو او خنډونو سره مخ کيږي.
نوموړي وويل، چې اوس مهال په نړۍ کې ستر بدلونونه راغلي او زمونږ د موخو د تر سره کولو پر وړاندې به ستونزې هم تل موجودې وي، خو د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره بايد پر له پسې هڅې او کوښښونه وکړو، نو هله به ستونزې لرې او د برياليتوب پر لور به ګامونه اخلو او نوی پرمختيایي لوری به مومو.
د رئيس شي جين پينګ له دغو خبرو څخه منطقي فکر او پرمختیایي ليدلوری ښکاري.
نوموړی په دې اند دی، که خلک ټينګ هوډ او عزم ولري، نو هر ډول بحرانونو او ستونزو کې نوي فرصتونه ترلاسه کولی شي.
۲، کثافات چېرته ليږدوئ؟
شي جين پینګ د ۲۰۱۸ م کال د مارچ په ۵مه نېټه د چين د ديارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ عمومي غونډې په ترڅ کې د داخلي مغولستان د پلاوي په بحثونو کې ګډون کړی و او د يوه استازي د وينا د اورېدو په ترڅ کې یې ورڅخه وپوښتل، چې تاسو د سيمې کثافات کوم ځای ته ليږدوئ؟
دغه استازي د شي جين پينګ يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې مونږ ټول کثافات او خځلې په ټاکلو ځايونو کې ښخوو.
شي جين پينګ مناسبو ځايونو کې د خځلو او کثافاتو د ښخولو چارو ته هم ډېره پاملرنه کوي او وايي، چې د کثافاتو د ډولونو ويشل نوی تمايل ګڼل کيږي او د يو ميليارډ او درې سوو مليونو کسانو د چاپيريال له ښه والي سره نژدې تړاو لري، نو هر څوک بايد په پراخو سيمو کې د کثافاتو ښخولو چارې ترسره کړي.
نوموړي په دې وروستيو کلونو کې نه يوازې له کورنيو سيمو څخه د ليدنې په ترڅ، بلکې په غونډو کې هم څو څو ځلې دغه چاره ياده کړې ده.
د کثافاتو ډلبندي(Garbage classification )د خلکو د ژوند د چاپيريال او د سرچينو له ساتلو سره نږدې تړاو لري او د ټولنيز تمدن ښکارندويي کوي. دا یوه “کوچنۍ مسئله” ښکاري، مګر د دې تر شا د خلکو د ښه ژوند راز پروت دی.
(撰稿:余海芳 初审:徐晓勤 审定:陈重 签稿:席猛)