د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د شاتو مچيو د روزنې صنعت تر پخوا ښه شوی او د تېر کال له ليندۍ څخه تر اوسه له ۳۵۰ ټنو زيات شات ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د شاتو مچيو د روزنې برخې امر شاولي ويلي، په دغه ولايت کې د شاتو مچيو ۳۰۰ فارمونه شته چې ۲۲ ډوله مچۍ پکې د شاتو د ترلاسه کېدو په موخه روزل کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې له يوه کال څخه بل ته د شاتو حاصلات مخ پر ډېرېدو دي او تېر کال هم له ۳۰۰ فارمونو څخه ۳۵۰ ټنه شات بازار ته د خرڅلاو په موخه وړاندې شوي دي.
نوموړی وایي، د مچيو د روزنې صنعت په ننګرهار کې سلګونو کسانو ته په مستقيم او سلګونو نورو ته په غيرمستقيم ډول کاري زمينه برابره کړې ده.