د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د اوکراین د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي دا تایید کړې چې د اوکراین تر ټولو ستره اټومي بټۍ دمګړی د روسیې په کنټرول کې ده. نوموړی وایي ددغه اټومي تاسیساتو د امنیت په اړه پوره اندېښنې لري، خو تمه لري چې نړیوالې هلې ځلې ددغه سیمې د خوندیتوب سبب شي. بلخوا راپورونه وایي چې نن به یو ځل بیا د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات پیلېږي او د دواړو لورو پلاوي به د خپلو هېوادونو غوښتنې او غبرګونونه د مذاکراتو پر مېز شریک کړي.






































