د هند د دفاع وزارت منلې ده، چې په تېروتنې سره یې یو توغندی د پاکستان په لوري توغولی دی. تر دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو، چې د هندوستان له لوري توغول شوی توغندی د پاکستان د پنجاب ایالت اړونده میاچینو سیمه کې لکیدلی، چې ځاني زیان یې نه درلود، خو د خلکو املاکو ته یې زیانونه اړولي دي. پاکستان په اسلام آباد کې د هندوستان د سفارت استازی د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی او په دې اړه یې ترې سپیناوی غوښتی دی. اوس د هندوستان د دفاع وزارت منلې ده، چې یو توغندی د تېروتنې له امله د پاکستان په لوري توغول شوی و او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې دوه ورځې مخکې د تخنیکي ستونزو له امله دا توغندی توغول شوی و .د هندوستان د دفاع وزارت پر دې پېښې داندېښنې څرګندونه کړې خو بیا یې پر دې خوښي څرګنده کړې چې ځاني زیان یې نه درلود.






































