پر اوکراین د روسيې تر وروستي توغندویي برید وروسته د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ویلي چې د روسي توغندیو راتلونکی هدف به د ناټو سازمان کوم غړی هېواد وي. هغه خبرداری ورکړی دی چې که چېرته ناټو او ملګري هېوادونه د روسیې د بریدویدونو مخنیوی ونه کړي نو لرې نه ده چې مسکو لږ نوره هم پښه اوږده کړي. نوموړي زیاته کړې ده چې که څه هم د اوکراین او روسیې ترمنځ خبرې پیل شوې دي او پرمختګ یې هم کړی دی خو بیا هم پر دغه هېواد د روسيې بریدونه دوام لري. زلنسکې ټینګار کړی دی چې روسیه به په اوکراین کې نظامي بریا خپله نه کړي ځکه دده په خبره، اوکراینیان په ټول توان د روسي یرغلګرو پر وړاندې ولاړ دي او تر وروستۍ سلګۍ به یې پر ضد مقاومت ته دوام ورکړي.






































