د ترکمنستان د اوسني ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف زوی او د حاکم ګوند له لوري ولسمشرۍ ته نوماند سردار بردي محمدوف د اکثریت رایو په خپلولو سره د دغه هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی. د ترکمنستان د ټاکنو پایلې ښیي چې سردار بردي محمدوف له سلو څخه د ۷۲.۹۷ سلنه رایې خپلې کړې دي او ولسمشر انتخاب شوی دی. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکمنستان د ولسمشرۍ ټاکنې د مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره شوې چې درې میلیون او ۳۶۲ زره کسانو پکې برخه اخیستې وه. د ویلو ده چې څلوېښت کلن سردار بردي محمدوف تر دې مخکې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.































