سه شنبه, نوومبر 3, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل او مسقط د سوداګرۍ او پانګونې پر ګډې همکارۍ خبرې کړې

    افغان او روسي لوري پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي

    خلیلزاد: افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې یو دولت و

    د امریکا کانګرس د افغان کډوالو د ایستل پلان د لغوه کېدو غوښتنه کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

مشرانو جرګه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون حق نه لري چې د یوې ټاکنیزې حوزې ټولې رایې باطلې کړي

دسمبر 10, 2018
in افغانستان
0 0

د مشرانو جرګې رییس د کابل د رایو لغوه کېدو ته په اشارې وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون حق نه لري چې د یوې ټاکنیزې حوزې ټولې رایې باطلې اعلان کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو او سرغړونو ډکې وبللې او اعلان یې وکړ چې د ټاکنو د قانون او د کمزوري مديریت له امله د یادې ټاکنیزې حوزې  ټولې رایې باطلې دي.

خو له دې ټاکنیزې ستونزې د خلاصون لپاره وړمه ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش تر مشرۍ لاندې د دواړو کمېسیونونو د رییسانو، د سترې محکمې د رییس، لوی څارنوال، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د رییس، د سیمه ییزو ارګانونو د رییس او د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د رییس په ګډون ناسته وشوه.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي او د کابل د ټاکنیزې حوزې د رایو د باطلېدو په تړاو دې د لېندۍ ماشتې د ۱۴مې پرېکړه و ځنډوي.

د مشرانو جرګې په پرونۍ ناسته کې د کابل د ټاکنیزې حوزې د رایو د لغوه کېدو په تړاو بحث وشو.

په دې جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالله قرلق د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه ته په اشارې وویل: «په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اختلاف هېواد د بحران لوري ته بیايي. د خلکو پر رایو او برخلیک باید لوبې ونه شي، که حالت دا ډول وي خدای پوهېږي چې دغه کمېسیونونه به ولسمشریزې ټاکنې څه ډول مدیریت کړي.»

په مشرانو جرګه کې د کابل د خلکو استازي فرهاد د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه وغوښتل چې له قانون سره سم پاکې رایې له ناپاکو رایو جلا کړي او له درغلي کوونکو سره دې قانوني چلند وشي.

په جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي مولوي محی الدین منصف وویل: «د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون داسې کار کوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو او حکومت حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي، که شواهد لري، نو له پرېکړې یې باید تېر نه شي، خو که پوره شواهد نه لري، باید د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر تعقیب لاندې ونیول شي. ځکه له قانون سره یې لوبې کړې او د دوی دغه کار قانوني بڼه پیدا کړې ده.»

د دې جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه قانوني بڼه نه لري.

نوموړي زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د قانون له مخې یوازې کولای شي د شکایت پر اساس د رایې ورکونې د یوه مرکز او یا یوه ځانګړي نوماند رایې باطلې کړي او یا يې له سره وشمېري.

هغه وویل، د قانون له مخې دغه کمېسیون د یوې ټاکنیزې حوزې د ټولو رایو د باطلېدو صلاحیت نه لري.

د نوموړي په خبره، د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید دا پرېکړه د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته رسنیزه کړې وای.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل او مسقط د سوداګرۍ او پانګونې پر ګډې همکارۍ خبرې کړې

نوومبر 3, 2026

افغان او روسي لوري پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي

نوومبر 3, 2026

خلیلزاد: افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې یو دولت و

نوومبر 3, 2026

د امریکا کانګرس د افغان کډوالو د ایستل پلان د لغوه کېدو غوښتنه کړې

نوومبر 3, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In