په کندوز کې د ٤٠ ميليونو افغانيو په لګښت د عدلي طب او د توبرکلوز ٢٤ بستريز روغتون کارونه بشپړ او ودانۍ یې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د عدلي طب ودانۍ په دریو پوړونو کې جوړه شوې چې لابراتوار او تحقيقاتي برخې به هم پکې فعالیت ولري.
نوموړي زياته کړه، د دغه روغتون په فعالېدو سره به د روغتیا په برخه کې یو لړ اسانتیاوې رامنځته او خلکو ته به غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.
والي وايي چې پر دې ودانۍ ٢١ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د دولت له بودجې ورکړل شوی دی.
د يو بل خبر له مخې، په دغه ولايت کې د توبرکلوز ۲۴ بستریز روغتون هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
والي وايي، پر دغه روغتون ٢٦٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى چې د زون په کچه به خدمات وړاندې کوي.