د حراست او ثبات شورا غړی عمر داودزی د سولې شورا د دارالانشا د رییس او د سولې د اجماع لپاره په سیمه ییزو چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
ولسمشر د نوموړي د دواړو دندو په اړه جلا جلا حکمونه ورکړي دي چې پرون خپاره هم شول.
په ورته وخت کې حکومت ته نږدې سرچینې وایي چې ولسمشر غني د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ته د ملي دفاع وزارت د څوکۍ وړاندیز کړی او نبیل هم له ولسمشر سره په دې تړاو غږېدلی، خو د توافق په تړاو یې څه نه دي ویل شوي.
د نبیل په اړه ویل کېږي چې نوموړي د ملي امنیت ریاست غوښتنه کړې، خو د هغه دفتر دغه خبر نه دی تایید کړی.
حکومت هڅه کوي چې نور سیاسي کسان هم په حکومت کې ور ګډ کړي او په دې ډول خپل ملاتړي زیات کړي.
ویل کېږي چې ولسمشر غني د سولې خبرو لپاره د ټاکنو د احتمالي ځنډېدو او موقت حکومت د رامنځته کېدو په صورت کې په دې لټه کې دی چې په کور دننه او بهر د ځان لپاره ملاتړ پیدا کړي او د موقت حکومت مشري ده ته وسپارل شي.
ویل کېږي، له دې سره هممهاله په متحده ایالتونو کې د افغانستان د ملي امنیت شورا اړوند یو پلاوی هم د دا ډول ملاتړ د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

































