د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد د تر ټولو قوي او ستر بین البراعظمي میزایل د ازمایلو ننداره ورکړه. دا میزایل له یوې وچې څخه بلې وچې ته توغول کېدای شي. د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي دا میزایل د امریکا په وړاندې د شمالي کوریا اټومي ځواک غښتلی کوي. دا له ۲۰۱۷ څخه راپدیخوا د شمالي کوریا تر ټولو قوي او لوی بین البراعظمي میزایل بلل کېږي او داسې ښکاري چې د دغه هېواد د نورو میزایلو په پرتله لوړه ارتفاع او ډېر واټن وهلی شي. جاپان د شمالي کوریا په دغه کار پارېدلی دی. توکیو وايي چې دې کار د سیمې سوله او مصونیت ګواښلي دي. خو شمالي کوریا وايي چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته په کتو یې دا میزایل په عمودي بڼه توغولی او ازمایلی دی.






































