د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ ويلي چې هيواد به يې د ستراتيژيکو وسلو او بريديزو وړتيا پر پراختيا او پياوړتيا لا ډير کار وکړي.
کيم جونګ اون دا څرګندونې د خپل پياوړي توغندي تر ازمويلو درې ورځې وروسته کړې دي. د شمالي کوريا پوځ درې ورځې وړاندې د هواسونګ -۱۷ په نوم د داسې توغندي بريالۍ ازموينه وکړه چې له يوې لويې وچې، بله هغه په نښه کولی شي. د توغندي دا ازموينه په داسې حال کې په پراخه کچه وغندل شوه چې شمالي کوريا له ۲۰۰۶ کال راهيسې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او لويديځو هيوادونو له سختو بنديزونو سره مخ ده.
پيونګ يانګ ويلي، تر هغه چې امريکا د دوی پر وړاندې د دښمنۍ سياست بدل نه کړي نو دوی به هم د توغنديو له ازمويلو او خپل اټومي پروګرامه لاس وانخلي.






































