امریکا له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیون امریکایي ډالرو نظامي مرستې ژمنه کړې ده. سکای نیوز راپور ورکړی دی چې په دې مرسته کې توغندویي سیسټم، لیزري وسلې، الوتکې، زرهې موټرونه، شپني دوربینونه او ورته نور تجهیزات شامل دي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې له دې مرستو څخه یې هدف دا دی چې وښیي دوی له اوکراین سره شویو وعدو ته ژمن دي او له یاد هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د هغه په خبره، له دې تازه مرستې سره له اوکراین سره د امریکا د مرستو کچه ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.






































