د پاکستان ولسمشر عارف علوي د لومړي وزیر عمران خان په وړاندیز د هغه هيواد پارلمان منحل کړ. د پاکستان ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر د لومړي وزیر له وړاندیز وروسته د اساسي قانون د حکم پر بنسټ پارلمان منحل کړ. لومړي وزير عمران خان تر هغه وروسته د پاکستان د پارلمان د منحلولو وړانديز وکړ چې د اپوزيسيون ګوندونو له لوري پيل شوی عدم اعتماد تحريک له ماتې سره مخ شو. پاکستاني چارواکو ويلي چې تر راتلونکو دريو مياشتو به د بياځلې ټاکنو لپاره چمتووالی ونيول شي. په همدې حال کې د پاکستان د قانون او اطلاعاتو فدرالي وزير فواد چوهدري ويلي، لومړی وزير عمران خان پر واک پاتې شوی خو کابينه يې منحل شوې ده. د اپوزيسيون ګوندونو له څه مودې راهيسې له واکه د عمران خان د لرې کولو هڅه کوله.






































