د کرنې او مالدارۍ وزارت او د امریکا پراختیایي ادارې ترمنځ د خوشتپې کانال د جوړېدو هوکړه وشوه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، د دغه ستر کانال هوکړه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني، اجرایه رییس او د ځینو نړیوالو ادارو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه.
د یاد وزارت د ویاند په وینا، دغه کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې لومړی فاز به یې په ۱۲ میاشتو کې د ۳،۶ میلیونو ډالرو په لګښت بشپړ شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د خوشتپې ستر کانال له جوړېدو سره به د کندوز، بلخ او تخار ولایتونو ۲،۵ میلیونه جرېبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
رستمي زیاتوي، په دې سره به د ځمکو حاصلات زیات او د بزګرانو په اقتصاد کې هم د پام وړ بدلون راشي.