د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په رعایت کولو سره نړۍ ډاډمنه کړي چې له افغان خاورې د نورو پر ضد کار نه اخیستل کېږي. دوی تور لګولی چې اسلامي امارت تر اوسه پورې پر خپلو ډېرو ژمنو عمل نه دی کړی چې دې چارې د امریکا او هند په ګډون نړۍ اندېښمنه کړې ده. دغو دواړو هېوادونو له اسلامي امارته غوښتي چې بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په دوحه کې د هوکړې یوه مهمه برخه دا وه چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د امریکا د متحدینو پر ضد نه کارول کېږي. د اسلامي امارت له واکمنۍ بیا تر اوسه پورې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد کارول شوې وي او اسلامي امارت بیا بیا ډاډ هم ورکړی چې د دوحې هوکړې ته ژمن دی او د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي. سره له دې هم امریکا غواړي چې اسلامي امارت دې نړۍ ډاډمنه کړي چې دا کار به نه کېږي، خو د دوحې په هوکړه کې امریکا ژمنه کړې وه چې د اسلامي امارت پر مشرانو به بندیزونه ختموي، خو عملي یې نه کړه. اوس هم امریکا د اسلامي امارت مشران په تور لېست کې ساتلي دي او ترې دې ناوړه یې دا چې پر اسلامي امارت او افغانستان یې نوي بندیزونه لګولي دي. همدا اوس د امریکا د بندیزونو له امله زموږ بانکي سیستم له سختو ستونزو سره مخ دی او ان اوس زموږ په بازارونو کې پوره افغانۍ نه نشته. د امریکا د بندیزونو له امله د افغانستان اقتصادي حالت خراب شوی، لوږه زیاته شوې او د افغانستان خلک له لا زیاتو سختو ستونزو سره مخ کېږي. د امریکايي بندیزونه له امله نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانان له ډول ډول ستونزو سره مخ دي. ددې تر څنګ امریکا ژمنه کړې وه چې په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي، خو اوس نه یوازې دا چې د کورنیو مسایلو له امله پر افغانانو فشار راوړي، بلکې امریکايي ډرون الوتکې د افغانستان پر فضا ګرځي، چې دا په ښکاره ډول د کړې ژمنې خلاف کړنه ده.
اسلامي امارت د دوحې هوکړه عملي کړې ده او پر خپلو ژمنو عمل کوي، خو له بده مرغه دا امریکا ده چې بیا بیا دا هوکړه تر پښو لاندې کوي. حیرانوونکې دا ده چې امریکا له دې کار سره سره بیا له امارته غواړي هم چې د دوحې هوکړه عملي کړي. اوس ددې وخت دی چې اسلامي امارت په تکرار له امریکا وغواړي چې د دوحې هوکړه عملي کړي او تر څنګ یې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېوادونه باید پر امریکا فشار راوړي چې د دوحې هوکړه عملي کړي، پر افغانستان بندیزونه ختم کړي او پرېږدي چې د افغانستان خلک له اوږدو جګړو او ستونزو وروسته په ارامۍ ژوند وکړي.