چين له نړۍ سره جدي ژمنه کړې، چې د ورخلاصون دروازه به نه تړي، بلکې لا به يې پرانيزي. د های نان ازاد سوداګريز بندر تېر څلورکلن مزل د دې ښه ښکارندويي کوي، چې چين خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور اچوي او وفادار ورته پاتې کيږي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۱۲مه نېټه له های نان ولايت څخه د ليدنې پر مهال د يانګ پو اقتصادي سيمې ته ولاړ او هلته يې د دغې سيمې د انکشافي وضعيت او د چين ځانګړتيا لرونکي ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ په اړه معلومات تر لاسه کړل.
د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې په همدې ورځ تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د های نان د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د ۲۰۱۷م کال له ۷۰ ميليارډو او ۲۸۰ ميليونو يوانو څخه په ۲۰۲۱م کال کې ۱۴۷ ميليارډو او ۶۸۰ ميليونو يوانو ته زيات شوی او د کلني زياتوالي منځنی انډول يې ۲۰.۴سلنه ښودل شوی، چې د ملي منځني انډول په پرتله ۱۱،۵ سلنه لوړوالی ښيي.
يادې شمېرې د های نان د ازاد سوداګريز بندر د پرمختيايي قوت ښه ښکارندويي کوي.
ازاد سوداګريز بندر په عصري نړۍ کې د ورخلاصون د تر ټولو لوړې کچې بڼه بلل کيږي.
د های نان چيني ځانګړتيا لرونکی ازاد تجارتي بندر د ۲۰۱۸م کال د اپريل په ۱۳مه نېټه پرانيستل شوی او په خپل تېر څلور کلن مزل کې یې کابو د ۷ ميليارډو يوانو په ارزښت وارداتي توکو څخه ګمرکي ماليات نه دي اخيستي او ټولو ته يې امتيازونه برابر کړي دي.
د های نان ازاد تجارتي بندر کې د بهرنيو پانګو د استعمال د زياتوالي کلنی انډول ۷۹.۴ سلنې ته رسېدلی او له ۱۵۰ زياتې امتيازي تګلارې پکې پلې شوې دي.
د های نان ازاد تجارتي بندر په خپلو لاسته راوړنو د ورخلاصون د پياوړتيا او د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره د چين اراده په ډاګه کړې ده.
د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ نقشه جوړه شوې، چې له مخې به يې په ۲۰۲۵م کال کې د ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې د تګلارو سيستم جوړ شي، په ۲۰۳۵م کال کې به د ازاد سوداګريز بندر د تګلارو سيستم او د سلوک لار لا پاخه شي او د روانې پېړۍ په منځنۍ موده کې به په نړۍ کې اغېزمن او د لوړې کچې ازاد سوداګريز بندر اباد شي.
زياتو بهرنيو خبري رسنيو های نان (( د چين دوبۍ )) بللې او ويلي يې دي، چې های نان به نړۍ ته فرصتونه برابر کړي.
د های نان ازاد سوداګريز بندر په تېرو څلورو کلونو کې نړۍ ته زياتې ګټې رسولي دي. د ساري په توګه، هلته زياتو تصديو د تعرفې د نه اخيستلو له تګلارې څخه ګټې پورته کړې دي.
د ۸۷۵ زرو يورو په ارزښت د لويو لوبو وارداتي سامان الات يوه جوپه د مارچ په ۱۴مه نېټه د های نان د های کو بندر له ګمرک څخه تېره او له يادې امتيازي تګلارې يې ګټه واخېسته او يو ميليون او ۲۴۸ زره يوانه ګمرکي تعرفه ورته معاف شوه.
د های نان ازاد سوداګريز بندر د تعرفې پر امتيازي تګلارې بر سيره، د تجاراتي چاپيريال د ښه والي لپاره هم يو لړ اقدامات نيولي دي. های نان له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ۸ ميليارډو او ۸۱۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولي او د نړۍ د ۱۲۶ هېوادونو او سيمو پانګه اچوونکي يې راجلب کړي دي.
د يادولو وړ خبر دا دی، چې د چين ولسي جمهوريت د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون د تېر کال په جون کې اعلان او تطبيق شوی دی. دغه قانون د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ لپاره د نظامونو د ترتيباتو يو ګام دی او د ورخلاصون کچه يې لوړه کړې ده.
رسيپ (( د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريو تړون )) د تېرې جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی، چې په دې سره د های نان ازاد سوداګريز بندر د پرمختګ له نويو فرصتونو سره مخ شوی دی. زيات کارپوهان په دې اند دي، چې د های نان ازاد سوداګريز بندر به په سيمه ييزو همکاريو کې مرکزي رول ولوبوي.
د های نان د لوړې کچې نوی پړاو ورخلاصون به نړۍ ته زياتې ګټې ورسوي او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره به خوځنده ځواک برابر کړي.