روسي چارواکي وايي که فنلنډ او سوېډن د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي، نو دوی به په اروپا کې اټومي وسلې او هایپرسونیک توغندي ځای پرځای کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمتري میدویدوف تیره ورځ ویلي، چې که یاد هېوادونه د ناټو سازمان غړي شي، روسیه به یې په غبرګون کې بالتیک سیمه کې خپل سمندري، هوايي او ځمکنی ځواک زیات کړي. د روسيې د امنیت شورا مرستیال د خبرداري تر څنګ ویلي، چې نور په بالتیک سیمه کې د اټومي وسلو نشتوالي موضوع نشي مطرح کېدای او نډول باید په بام کې وساتل شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې سوېډن او فنلنډ هېوادونو په ناټو سازمان کې د غړیتوب اخیستلو هڅې پيل کړې دي.































