په شمال ختیځ زون کې د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین په ترڅ کې ۴ زره مېوه لرونکي باغونه جوړېږي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ملي پروګرام مسوولین وايي، د دغو نیالګیو لګښت ۳۲ میلیونه افغانۍ دی چې ۵۰ سلنه یې بڼوال ورکوي.
د دغه پروګرام رییس محمد غلام ملاخېل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا نیالګي وچکالیو او اقلیمي بدلونونو ته په پام سره داسې انتخاب شوي چې اوبه کمې خوري او په للمو ځمکو کې کېنول کېږي.
د شمال ختیځ زون بڼوال له دغه پروګرامه هرکلی کوي او وايي چې په دې سره به د دوی په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راشي.
کرنې وزارت هر کال د پسرلي په را رسېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نیالګیو کېنولو پروسه پیلوي او له بزګرو سره د مېوه لرونکو او بې مېوو ونو مرسته کوي.