سه شنبه, جولای 28, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

    یوناما: د پاکستان د بریدونو له امله نږدې ۴۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي

    ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

    مجاهد: په هېواد کې څو نوې ځانګړې محکمې جوړې شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

    یوناما: د پاکستان د بریدونو له امله نږدې ۴۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي

    ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

    مجاهد: په هېواد کې څو نوې ځانګړې محکمې جوړې شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ولسي جرګه: په افغان سوله کې د هندوستان همکاري اړینه ده

دسمبر 12, 2018
in افغانستان
0 0

 

د سولې عالي شورا د افغان سولې په برخه کې د سیمې، په ځانګړي ډول د هندوستان په مرسته ټینګار کوي او وايي، ټول ګاونډي هېوادونه باید د افغان سولې په برخه کې د خپل توان په اندازه مرسته وکړي.

د دې شورا مرستیال قاضي محمدامین وقاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، په افغانستان کې د هند مرستې ته په کتو، اړتیا ده چې یاد هېواد هم په افغان سوله کې مرسته وکړي.

وقاد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: «زموږ هیله دا ده چې پاکستان په خپل ځای کې د افغانستان په سوله کې نقش ولري او نور هېوادونه چې په ‌دې برخه کې کوم رول لوبوي، باید مخالفت يې ونه کړي. دا چې اوس يې په افغان سوله کې د هندوستان د همکارۍ غوښتنه کړې دا پر ځای غوښتنه ده، موږ يې موقف تاييدوو او هیله لرو چې ټول ګاونډي او سیمه‌ ییز هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې په خپل قدرت او صلاحیت چې لري یې، مرسته وکړي.»

د پاکستاني رسنیو د راپور په اساس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وړمه ورځ د دغه هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي، متحده ایالتونه چې د افغان سولې په اړه له پاکستانه کومې غوښتنې لري، دا یوازې د پاکستان په وس نه‌ دي پوره او د سیمې هېوادونه، چین او ایران په ځانګړي ډول هندوستان باید په ‌دې برخه کې مرسته وکړي.

قریشي دغه راز ویلي، افغان جګړه پوځي حل نه‌ لري او لازمه ده چې سیاسي حللاره ورته ولټول شي.

له دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د پیل کړو هڅو د ملاتړ ترڅنګ، د سیمې له هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

له دې سره جوخت، ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي راتلونکې اونۍ د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو او د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ وویل چې قریشي د امریکا د هغو هلو ځلو په لړ کې افغانستان ته سفر کوي چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د همکارۍ د جلبولو په خاطر کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي که څه هم د افغانستان د سولې په پروسه کې لا هم د پاکستان همکاریو ته د شک په سترګه ګوري، خو وايي په دې برخه کې د هندوستان رول مهم دی.

د دغه کمېسیون غړې ارین یون ازادي راډيو ته وویل: «د سیمې ټول هغه هېوادونه چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته کوي، نو د افغانستان ولسونه به په‌ دې برخه کې هېڅ هېواد ته رد ځواب ورنه ‌کړي او هرکلی به يې وکړي، نو هند هم یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره يې هر وخت مرسته کړې، که د سولې په برخه کې هم مرسته وکړي، نو پایلې به يې ښې وي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ‌دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو تر بل هر وخت هلې ځلې چټکې شوې دي.

د افغان سولې لپاره د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته درېیم سفر او له بېلابېلو چارواکو سره یې ليده کاته هغه څه دي چې سولې ته د رسېدو په موخه يې د افغانانو هیلې زیاتې کړې دي.

Share16Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

جولای 28, 2026

یوناما: د پاکستان د بریدونو له امله نږدې ۴۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي

جولای 28, 2026

ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

جولای 28, 2026

مجاهد: په هېواد کې څو نوې ځانګړې محکمې جوړې شوې دي

جولای 28, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In