افغان حکومت وايي، په دغه درې اړخیزه غونډه کې چې ټاکل شوې نن په کابل کې جوړه شي پکې پر سولې، سیمه ییزې همکارۍ او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کېږي. د ولسمشر د ویاند مرستیال رسنیو ته ویلي، چې درې اړخیزه غونډه د درې وړاو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه تر سره کېږي. ټاکل شوې په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې په تړاو یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي. دغه درې اړخیزه غونډه د چین په نوښت تر سره کېږي. د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ ورته بله ناسته په ۲۰۱۷ کال کې په چین کې جوړه شوې وه. په هغه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو، د سیمه ییز همکارۍ پر پراخېدو او سولې په اړه خبرې شوې وې.