اوکراین وايي روسیې په دغه هېواد کې جنګي جنایتونوته ادامه ورکړې ده. د اوکراین د سترې محکمې رییسې ویلي چې تر دې د مه یې په اوکراین کې د روسیې ۱۸ زره جنګي جنایتونه ثبت کړي دي او په دې اړه پلټنې روانې دي.
سرچینه وايي چې همدا راز یې دغه جنایتونو کې د شاوخوا ۶۰۰ ښکېلو کسانو دوسیې هم جوړې کړې دي چې تر ډېره روسي پوځیان پکې شامل دي. د اوکراین سترې محکمې ویلي چې هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې نوي شکایتونه هم ثبتېږي چې خلک د روسیې د جنګي په اړه معلومات ورسره شریکوي. اوکراین له نړیوالو غوښتي چې د روسیې پر جنګي جنایتونو او ددوی له لوري پر ملکي مرګ ژوبله سترګې پټې نه کړي.






































