د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د مشهد-یزد پر لویه لار باندې د اورګاډي د ټکر پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي، پنځوس ټپیان او یو شمېر نور تري تم دي. رسنیو د ایراني چارواکو له قوله ویلي چې دا اورګاډی یزد ته نږدې له یو اکسکواټر سره ټکر شوی دی. د مسوولینو په خبره، په پېښه کې د ټپي شویو ۵۰ کسانو له ډلې د ۱۶ هغو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر مهدي ولي پور ویلي، چې په دې اورګاډي کې ۴۳۰ کسان او خدمه سپاره وو. هغه زیاته کړې ده چې ممکن د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی او دغه راز ګڼ شمېر نور تري تم دي چې ښایي تر اورګاډي لاندې شوي وي.






































