امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې په دغه هېواد کې د یوې پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي او یو بل تری تم دی. رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې دا پېښه د امریکا د سانتیاګو ښار په ۱۶۰ کیلومتري کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې په الوتکه کې ناست څلور کسه مړه شوي دي. چارواکو ویلي چې په الوتکه کې پنځه کسان سپاره و او په وینا یې د پنځم کس درک تر اوسه نه دی لګېدلی. د الوتکې د سقوط لامل نه دی په ګوته شوی. د یادونې ده چې درې میاشتې وړاندې هم د امریکایي پوځ یوه ورته الوتکه په ناروې کې را غورځېدلې وه چې د نسکورېدو علت یې تخنیکي ستونزې بلل شوې وې.






































