د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د کرل شویو الووېرا حاصلات ۵۵ ټنو ته رسېدلي او د دغه بوټي د پراختیا لپاره به د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې شل ګلخانې جوړې کړي.
د دغه ولایت د کرنې رييس عبدالمنان متين پژواک ته وويل چې سږ کال د فراه په شل جرېبه ځمکه کې الووېرا کرل شوې وه چې په هر جرېب کې یې ۸ زره بوټي کېنول شوي وو.
د نوموړي په خبره، د فراه اقلیم د دغه بوټي لپاره ډېر ښه مساعد او د کروندګرو د اقتصاد لپاره ډېر اغېزمن دى، نو ټاکل شوې چې د کرنې رياست د فراه په پشت رود او خاکسفيد ولسواليو کې د الووېرا شل ګلخانې جوړې کړي .
الووېرا د پوستکي د ښکلا، د وېښتانو د پیاوړي کېدو، هضم او د جلدي ناروغيو د درملنې لپاره ګټور بوټی دی.