د فلسطین خبري سرچینو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد په ختیځه سیمه یافا کې څلورو اسراییلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. شهاب خبري شبکې راپور ورکړی دی چې یو فلسطیني موټر چلوونکي په یافا سیمه کې پر اسراییلي عسکرو موټر خېژولی دی چې په نتیجه کې یې یو عسکر ځای پر ځای وژل شوی او درې نور سخت ټپيان شوي دي. اسراییلي چارواکو هم پېښه تایید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د ټپيانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی. بریدګر له سیمې تښتېدلی دی او د پېښې په اړه ډېر جزیات هم نه دي ډاګېزه شوي.






































