د بښنې نړیوالې ادارې یو ځل بیا روسیه په اوکراین کې په جنګي جنایت تورنه کړې ده. ددغه نړیوالې ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې روسیې د اوکراین په خارکیف کې په پوره بې پروایۍ پر عامه تاسیساتو او د ملکي وګړو د هستوګنې پر سیمو بریدونه کړي دي او دوی ته یې تلفات اړولي دي. سرچینه کاږي چې په دې بریدونو کې سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د بښنې نړیواله اداره وایي چې بریدونه په قصدي توګه شوي او روسیې پکې له خوشه يي بمونو او همدا راز نه کنټرولېدونکو راکیټونو استفاده کړې ده. د بښنې نړیوالې ادارې ددغه قضیو د څېړلو او پلټلو غوښتنه هم کړې ده.






































