د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته کې څلورو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پوځ ویاند ویلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې د پوځیانو پر یوې پوسته باندې د وسله والو د برید له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پوځ په خبره په پېښه کې وژل شوي دواړه یې د پنجاب د کوټلي سیتا سیمې اوسېدونکي وو. د دغه برید پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. دا برید پر داسې مهال شوی دی چې د پاکستاني طالبانو تحریک او پاکستاني حکومت ترمنځ د افغان حکومت په منځګړیتوب خبرو کې پر اوږدمهالي اوربند موافقه شوې ده خو له اوربند سره سره ځینې امنیتي پېښې رامنځته کېږي.






































