پاکستان وایي، دوی به بیا هم د افغانستان ترڅنګ درېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له کابله تر ستنېدو وروسته په ټوېټ کې لیکلي دي چې پاکستان تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او په دې وروستیو تحولاتو کې به هم د افغانستان ملګرتیا کوي. دده په خبره، پرون یې له افغان چارواکو سره په سیمه کې د ثبات، امنیت او سولې په اړه پراخې او مهمې خبرې کړې دي. قریشي وايي، دوی به د افغانستان په سوله کې پوره همکاري کوي او د دغه هېواد د ثبات لپاره به هڅه کوي. پاکستان په دې وروستیو کې له امریکا او افغان حکومت سره ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې به همکاري کوي او طالبان به د مذاکراتو مېز ته حاضروي. خو لا هم د افغان سولې په برخه کې د پاکستان پر همکاریو شک کېږي. پاکستان تر دې وړاندې هم څو څو وارې ژمنه کړې چې په افغان سوله کې به همکاري کوي، خو لا هم په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی بلل کېږي او د سولې په برخه کې یې عملي مرسته او اقدام نه دی کړی.



































