ملګرو ملتونو په ایران کې د لاریون کوونکو د ځپلو پېښې غندلې دي. د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو ویلي چې په ایران کې په وروستیو کې د مدني ټولنو فعالین، لاریون کوونکي او هغه ښوونکي چې د حقوقو د لوړېدو لپاره یې اعتراضونه کړي دي د ایراني حکومت له لوري ځپل شوي او شکنجه شوي دي.
دوی وایي په ایران کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او ددغه هېواد حکومت نه یوازې دا چې د خپلو خلکو ستونزې نه حل کوي بلکې د دوی د چوپ کولو هڅه کوي. په وروستیو کې په ایران کې د ګرانیو او ناسم اقتصادي وضعیت په تړاو پراخ لاریونونه پیل شوي دي چې ایرانی حکومت یې د ځپلو هڅه کوي.






































