د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې په هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او ټول هېواد له یوه بحران سره مخ دی. دده په خبره د اوسني بحران ستر لامل اوسنی کمزوری، ضعیف او ناکام حکومت دی. هغه ویلي ولس باید په راتلونکو ټاکنو کې داسې یوه کس ته رایه ورکړي چې هغه په ارګ کې دیکتاتوري جوړه نه کړي، هر کار په خپله خوښه و نه کړي، پارلمان، قوانینو او سیاسي ګوندونو ته درناوی ولري، څو په دې توګه د ملي یووالي د حکومت ناکامه تجربه تکرار نه شي. حکمتیار د ولسمشر له لوري د سولې لپاره د مشورتي بورد جوړول هم بې ګټې کار بللی دی او په وینا یې دغه بورد هېڅ راز صلاحیت نه لري. دده په خبره د سولې لپاره باید داسې یو بورډ رامنځ ته شي چې هغه بشپړ صلاحیت ولري او د سولې په برخه کې په خپلو پرېکړو کې خپلواک وي. ګلبدین حکمتیار د ټاکنو پر بهیر هم سختې نیوکې وکړې او وايي د حزب اسلامي او په هېواد کې د ټولو ګوندونو تر ټولو مهمه غوښتنه د شفافو ټاکنو ترسره کېدل دي چې حکومت او د ټاکنو کمیسیون په دې برخه کې ناکام دي. دده په وینا په ټاکنو کمیسیون کې لا هم پراخ فساد روان دی او د پیسو په زور ځينې نوماندان بریالي کېږي او ځینې ناکامېږي.



































