خصوصي سکتور ته د دولتي پوهنتونونو د لیلیو د سپارلو طرحه ارګ ته تللې ده. د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د لیلیو د ښه مدیریت په موخه یې دغه طرحه جوړه کړې ده. د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، د دولتي پوهنتونو په لیلیو کې وخت ناوخت بې نظمۍ او ستونزې رامنځ ته کېږي چې له همدې امله به دغه برخه خصوصي سکتور ته سپارل کېږي. دده په وینا خصوصي سکتور ته د لیلیو د سپارلو طرحه په لومړي سر کې کابل پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت ته سپارلې او دغه وزارت ارګ ته لېږلې ده. امین وايي چې د ارګ له پرېکړې وروسته به په دې اړه عملي کار پيل کېږي. دده په خبره په دې وروستیو کې په لیلیو کې بې نظمۍ ددې سبب شوې چې محصلینو او پوهنتونو ته ستونزې جوړې کړي نو له همدې امله یې د لیلیو په مدیریت کې د بدلون پر راوستلو فکر کړی دی.