د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د جګړو له امله ٣٥ ښوونځي تړلي او زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي. د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق ويلي چې له کلونو راهيسې په يو شمېر ولسواليو کې لسګونه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي. شفق زياتوي چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب يې هلې ځلې پيل کړې څو دغه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بيرته پرانيزي. خو د پکتيکا د ولايتي شورا غړى عزيز عزيز بيا وايي چې د پوهنې رياست د کمزوري مديريت له امله په ځينو سيمو کې ښوونځي تړلي پاتې دي. د پوهنې ریاست چارواکي او خلک بیا طالبان تورنوي چې دغه ښوونځي یې تړلي دي. خو بل لور ته د طالبانو وياند ويلي چې طالبانو پکتيکا کې ښوونځي نه دي تړلي. مجاهد وايي چې طالبان د پوهنې بهير د پياوړتيا په موخه کار کوي، يواځې د هغو سيمو ښوونځي تړل شوي چې هلته عملاً جګړه روانه ده.