مشرانو جرګه وایي د افغان سولې لپاره د روانو هڅو عملي نښې نښانې نه لیدل کېږي. د یادې جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون وایي، روان وضعیت اندېښمن کړي او دې ناڅرګند حالت د خلکو ذهنونه مخشوش کړي دي. د یاد کمیسیون په خبره اوس افغانستان له داسې حالت سره مخ دی چې امریکا وایي، سوله غواړي او خلیلزاد هم ورته هڅې کوي، خو په دې برخه کې عملي نښې نه شته او دې وضعیت دوی ته اندېښنې پیدا کړې دي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکل شوې سبا پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې مهمې ناستې کوربه اوسي. د یادونې ده چې د سولې لپاره هڅې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت زیاتې ګرمې شوې دي او د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد درې ځلي د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي او له طالب چارواکو سره غږېدلی دی.




































