په هلمند ولایت کې د شپنیو عملیاتو په پایله کې د عامو خلکو دوکانونه سوځول شوي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې د ګرمسیر ولسوالۍ په امر اغا بازار کې سوځول شوي دوکانونه د تاریاکو د پېر او پلور وو چې ټول یې له منځه وړل شوي دي. په ورته وخت کې ځینی دولتي سرچینې او د سیمي اوسېدونکي وایې دوکانونه د تاریاکو د پېر او پلور نه، بلکي د عامو خلکو د بیلا بیلو توکو وو چې سوځول شوي دي. دا لومړی ځل نه دی چې په دې عملیاتو کې ملکیانو ته مالي زیان اوړي بلکې تر دې وړاندې هم په شپنیو عملیاتو کې ملکي شتمنۍ زیانمنې او په وار وار عامو خلکو ته د سر درانه زیانونه اوښتي دي.