جنوبي کوریا په افغانستان کې له وچکالۍ نه د زیانمنو ماشومانو د ملاتړ په موخه ۲،۲میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د جنوبي کوریا سفارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونسف) ترمنځ وچکالي ځپلو سره د مرستې دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱،۶ میلیونه ماشومان له وچکالۍ سخت اغېزمن دي. په کابل کې د کوریا سفیرې، ري ژا هیونګ وویل، خواشینې ده چې افغانستان کې ۸۳۰۰۰ کورنۍ د وچکالۍ له امله بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. هغې زیاته کړې، دا مرستې په هرات، بادغیس او غور ولایتونو کې پر هغو ۲۱زرو کورنیو وېشل کېږي چې د جنګونو او طبیعي پېښو له امله اغېزمنې شوې او ډیری برخه یې ماشومان دي. په مرستو کې خوراکي توکي د اړتیا وړ مواد لکه کمپلې، د کورنۍ د پخلنځي توکي، ترپالونه او د ماشومانو لپاره د ژمي کالي شامل دي.