د افغانستان ا.ا لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده د هېواد په کچه له سترو سوداګرو، صنعت کارانو، پانګوالو د سوادګرۍ اوپانګونې، صنایعو اومعدنونو خونو له ګډ پلاوي سره لیدنه کې ویلي چې ا.ا تل د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم ځانګړې پاملرنه ورته کوي. نوموړي له یاد پلاوي څخه غوښتنه کړې ده، چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کي رغنده ګامونه واخلي او هېواد کې د ننه پانګونه زیاته کړي، تر څو خلکو ته په ښه ډول کاري زمینه برابره شي. هغه ټول سوداګر، صنعتکاران او پانګهوال د هېواد اقتصادي ځواکونه یاد کړي دي. د یادونې ده چې د خلکو له ګڼو شکایتونو او غوښتنو سره سره د ا.ا لوی مشر تر اوسه پورې د تلویزیون پر پرده نه دی راڅرګند شوی او نه یې هم تر اوسه غږ خپور شوی دی خو دا یې څویم وار دی چې له خلکو سره یې د لیدنې راپورونه خپرېږي.



































