د چین هیواد یوه خیره بنسټ (پینګ لان) په افغانستان کې له بیوزله کورنیو سره د شاوخوا ۷زره جوړې ژمنۍ البسې مرسته وکړه.

یاد بنسټ تر دې وړاندې د افغانستان په دریو ولایتونو بدخشان، کندز او بغلان کې د ماشومانو لپاره د خوار ځواکۍ د مخنیوي په موخه د شیدو او نورو خوراکي توکو مرستې هم کړې دي. پینګ لان خیره بنسټ دا ځل غواړي، چې په پلازمېنه کابل، بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې تر اړمنو خلکو پورې خپلې مرستې ورسوي.

په کابل کې ددغه بنسټ استازې ګاجیو وایي چې دوی اوس تازه د اووه زره په شاوخوا کې ژمنیو اغوستنونکو توکو مرسته کړې ده او د دوی دغه مرستې به دوام کوي. دګاجیو په وینا چې د دوی د بنسټ فعالیتونه شپته سلنه د چین له خاورې څخه بهر دي، چې ډېری یې په افریقا او اسیا کې دي او موخه یې په بیوزله هیوادونو کې د بې وزله او زیانمنو شویو کسانو سره مرسته کول دي.

بل پلو د سولې کلي موسسې مشر صفي الله ناصري چې تر ډېره د پوهنې په برخه کې فعال دی، په دغو مراسمو کې د چین له یادې مرستې مننه وکړه او د اسلامي امارت له مسولینو وغوښتل چې په افغانستان کې باید د ځوانانو تعلیم او تربیې ته ډيره پاملرنه وشي. د سولې کلي موسسه د پینګ لان خیره بنسټ سره د مرستو په ویشلو کې مرسته کوي او تر څنګ یې په خپل شخصي لګښت د ځوانانو او زده کوونکو لپاره د زده کړو او مطالعې زمینه برابروي. نوموړي وویل، چې دغه اغوستن توکي به په هېواد کې پر ښوونکو، زده کوونکو، روغتیاپالانو او نورو اړمنو کسانو باندې وویشي. د سولې کلي موسسې مشر، د پینګ لان خیره بنسټ له یادې مرسته مننه و کړه او په راتلونکې کې یې د پوهنې، روغتیا او چاپېریال ساتنې په برخه کې د نورو مرستو غوښتنه هم ترې وکړه. صفي الله ناصري وویل، چې په لرې پرتو سیمې کې د ښوونځي زده کوونکي لازمو خوړو ته لاس رسی نه لري، چې دغه څه د دوی د زدکړو پر بهیر هم ناسم اغېز کي، نو که له دوی سره د وېټامین لرونکو بیسکوېټونو او درملو مرسته وشي، دا به د دوی لپاره ډېره ګټوره وي. دغه راز د هېواد په ډېری سیمو کې عام خلک لومړنیو درملو ته هم لاس رسی نه لري، چې په روغتیاییي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د صفي الله په خبره چې اوس مهال د افغانستان ډېری وګړي وزګار دی، نو که دوی ته د لومړنیو خوراکي موادو په بدل کې د کار زمینه برابره شي او د غرونو په لمنو کې ژورغالي جوړ شي له یوې خوا به د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د وچکالۍ مخه نیول شوې وي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو ریس شمس الدین حقیار په دغه مراسمو کې وویل، چې نړیوال باید د افغانستان له نوي حکومت سره د مخالفت پرځای مرستې وکړي.

حقیار وایي چې افغانان هم د نړۍ د نورو وګړو په څير حق لري چې ژوند وکړي او باید نړیوال یې لاس نیوی وکړي څو افغانان له جګړه ځپلي ناسم وضیعت څخه خلاص شي. نوموړي په خپلو خبرو کې د چین له بشردوستانه مرستو مننه او د لا پراخېدو غوښتنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دغه مراسمو کې په افغانستان کې د چین سفارت تجارتي اتشې هم ګډون کړی و. چین هیواد تل له افغانستان سره خپلې دوستانه اړیکې پاللې دي او خپل ښه ګاونډيتوب یې د افغانانو په لاس نیوي سره ثابت کړی دی. په افغانستان کې تر سیاسي تحولاتو وروسته چین هیواد د میلیونونو ډالرو پر ارزښت له افغانانو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې کړي دي.



































