د افغانستان ا.ا وایي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو ته د قطر، ایران او پاکستان مرستې هېواد ته را رسېدلې دي. د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سیمو لپاره د بشري مرستو دوه الوتکې له ایران او یوه الوتکه له قطر څخه هېواد ته را رسېدلې دي. د مجاهد په خبره، دغه راز په هېواد کې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په لړ کې د پاکستان اته لارۍ بشري مرستې د ځمکې له لارې په پکتیکا کې د پېښې ځای ته رسېدلې دي. د یادونې ده چې پرون شپه پکتیکا او خوست ولایتونه زورورې زلزلې ولړوزول چې په نتیجه کې یې د چارواکو په خبره، تر زر ډېر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي. د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو پر یادې طبیعي پېښې خواشیني څرګنده کړې ده او د مرستو ډاډ یې ورکړی دی.



































