یو لوجستیکي شرکت په هرات کې د سل میلیونه ډالره پانګونې پلان لري. د ریاست الوزرا د لومړي معاونیت په اعلامیه کې راغلي چې د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې ددغه شرکت پر طرحه او غوښتنه خبرې شوې دي.
یاد شرکت کیو اې افغان نومېږي چې په لوجستیکي برخه کې فعالیت لري خو وایي د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او پروسس په برخه کې په هرات کې د سل میلیونه ډالره پانګونې تکل لري. یاد شرکت له افغان حکومت غوښتي چې په غوریان ولسوالۍ کې دوه زره جریبه ځمکه د دوی په واک کې ورکړي څو وکړی شي هلته پانګونه وکړي.
د اقتصادي کمیسیون د معلوماتو له مخې په وروستیو کې ګڼې ملي او نړیوالې کمپنۍ او شرکتونه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې اړه یې خپلې طرحې اړوندو اداراتو او وزارتونو ته هم سپارلې دي.



































