له افغانانو سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې په ازبکستان کې راټولېږي. د راپورونو له مخې تازه د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د همغږۍ او لېږد مرکز جوړ شوی دی.
ددې اقدام پر بنسټ به بشردوستانه مرستې تر تاشکند رسول کېږي او له هغه ځایه به افغانستان ته رالېږدول کېږي. رسنۍ وايي چې دا مرکز د ترانسپورت او لوجستیک د اسانتیا لپاره جوړ شوی دی. رسنۍ وایي چې بشردوستانه مرستې به په دې ځای کې همغږې او تنظیم کېږي.
تر دې وړاندې هم نړیوالو موسساتو خپلې مرستې د سیمې د ځينو هېوادونو له لارې افغانستان ته لېږدولې دي چې تر ډېره دغه چاره په ازبیکستان، تاجکستان او پاکستان کې ترسره کېږي.



































