جنوبي کوریا په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله د زیانمنو شویو ماشومانو د ملاتړ په موخه ۲،۲میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د جنوبي کوریا سفارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) ترمنځ له وچکالي ځپلو سره د مرستې دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱،۶ میلیونه ماشومان له وچکالۍ اغېزمن دي.
په کابل کې د جنوبي کوریا سفیرې، ري ژا هیونګ وویل، خواشینې ده چې په افغانستان کې ۸۳ زره کورنۍ د وچکالۍ له امله بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. هغې زیاته کړه، دا مرستې په هرات، بادغیس او غور ولایتونو کې پر هغو ۲۱ زرو کورنیو وېشل کېږي چې د جنګونو او طبیعي پېښو له امله اغېزمنې شوې او ډېری برخه یې ماشومان دي.
په دغو مرستو کې خوراکي توکي، د اړتیا وړ مواد لکه کمپلې، د کورنۍ د پخلنځي توکي، ترپالونه او د ماشومانو لپاره د ژمي کالي شامل دي.