وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلې ده چې دوی به د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د درېیم ځل لپاره خبرې کوي. په اعلامیه کې راغلي چې طالبان او امریکايي استازي به د متحده عربي اماراتو په کوربه توب خبرې کوي. تر دې وړاندې داسې ویل شوي، چې ښایي طالبان د خبرو په دې پړاو کې د بندیانو پر خلاصون، موقت اوربند او د امریکايي اډو په اړه خبرې وکړي خو وسله والو طالبانو په خپله اعلاميه کې په دې اړه څه نه دي ویلي. د پاکستان لومړي وزیر بیا د شنبې په ورځ ویلي وو، چې پاکستان به د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د راتلونکو خبرو کوربه توب کوي. خو خبرې د عمران خان د څرګندونو پر خلاف په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. طالبانو ویلي چې په دې غونډه کې د سعودي عربستان ، اماراتو او پاکستان استازي هم ګډون کوي.



































